په هلمند کې د ماین یوې چاودنې څلور تنه ولسي خلک وژلي دي.
د هلمند ولایت د امنې قومندانۍ د رسنیو دفتر ازادۍ راډیو ته وویل، چې ماین په نوزاد ولسوالۍ کې د هغو خلکو پر موټر چاودلی، چې غوښتل یې بازار ته د سودا کولو لپاره ولاړ سي.
د یو بل خبر له مخې په کونړ ولایت کې پنځه ملکي وګړي د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.
د کونړ د امنې قومندانۍ ویاند شیرولي صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کسان وسله والو طالبانو تښتولي وو او تیره شپه یې وژلي.
خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.