پرون په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې افغان پوليسو په خپل منځ کې جګړه کړې

د راپورونو له مخې پرون د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې افغان پوليسو په خپل منځ کې جګړه کړې ده.

د بغلان د والي ويندوي په سيمه کې جنجال تاييد کړ خو ويې ويل، چې هلې ځلې روانې دي چې مسله د سپين ږيرو په هڅو په سوله ييز ډول حل شي.

ده د جګړې په نتيجه کې د تلفاتو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو ناتاييد شوي راپورونه وايي چې دوه تنه وژل شوي دي.

د بغلان د امنيتي مقاماتو له قوله ويل شوي چې شخړه وروسته له دې پيل شوه چې د مرکزي بغلان امنيه قومندان امير ګل، نوي ګومارل شوي امنيه قومندان ته د خپلې چوکۍ له خالي کولو انکار وکړ.