د وينزويلا ولسمشر هوګو چاويز د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره کيوبا ته ځي

د وينزويلا ولسمشر هوګو چاويز د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره کيوبا ته ځي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې چاويز به کله د تداوۍ لپاره بيا کيوبا ته سفر وکړي.

د وينزويلا ولسمشر تراوسه پوري د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره درې ځلي کيوبا ته تللي دي.

په ۲۰۱۱ ميلادي کال ډاکترانو ته څرګنده شوه چې چاويز د سرطان ناروغي لري.

ګومان کېږي چې چاويز په شاتنۍ برخه (لګن خاصره) کې سرطان لري خو ډاکتران او چارواکي وايي چې د چاويز د سرطان ډول او اندازه لا څرګنده نه ده.