د م.م عمومي اسمبلۍ به د پنجشنبې په ورځ د فلسطين د غوښتنو په باب رايې واخلي

فرانسه وايي، چې په ملګرو ملتونو کې به د څارونکي په ځای د يوې داسي ادارې په توګه د فلسطيني تشکيلاتو د لوړېدو په پلوۍ رايه ورکړي، چې په دې موسسه کې غړيتوب نه لري.

تمه ده، چې د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ د پنجشنبې په ورځ د فلسطين د دې غوښتنې په باب رايې واخلي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيو د دغه هېواد ولسي جرګې ته وويل چې فرانسه به د م.م. د امنيت شورا د يوه دايمي غړي په توګه مثبته رايه ورکړي.

زيات باور دا دی، چې فلسطيني اداره به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ، چې ۱۹۳ غړي لري، اکثره رايې ترلاسه کړي.

خو اسراييل او امريکا مخکې لا له دې اقدام سره مخالفت کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويندويې په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د فلسطينيانو دا اقدام يوه تېروتنه ده:

«فکر نه کوم چې هيڅ ډول اقدام دې په عمومي اسمبلۍ کې ګټور وي او يا دې هر متن په عمومي اسمبلۍ کې مرستندوي وي وي. هماغه راز چې مې پرون وويل فکر کوم چې دا به تېروتنه وي.»

په ملګرو ملتو کې د بريتانيا سفير مارک ګرانت پرون وويل چې بريتانيا لا پرېکړه نه ده کړې چې مثبته که منفي رايه ورکړي.