مارک ګروسمن د راتلونکې دیسمبر میاشت په ۱۴ نیټه له خپلې دندې لرې کیږي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړۍ استازۍ مارک ګروسمن د راتلونکې دسمبر میاشت په ۱۴ نیټه له خپلې دندې لرې کیږي.

د مارک ګروسمن ویاند ویلي نوموړی به له سیاست لرې خپل شخصي ژوند ته وګرځي.

د ګروسمن د ویاند په قول د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې د ملاتړ د جلبولو په خاطر د مارک ګروسمن له هڅو او کارونو مننه کړې ده.