ملي اردو ځواکونو په لغمان ولایت کې اووه تنه طالب وسله وال وژلي دي

په لغمان کې د ملي اردو د تصفيوي عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه طالبان وژل شوي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وايي، چې دوی نن سهار شاوخوا درې بجې د لغمان مرکز اړوند په یوشمېر نارامه سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړل.

د سیلاب قول اردو ویاند محمدنعمان هاتیفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغو عملیاتو کې دوی تر اوسه اووه تنه وسله وال طالبان وژلي دي؛ چې جسدونه يې د لغمان مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

بل خوا وسله وال طالبان ادعا کوي، چې دوی په یادو سیمو کې پر ملي اردو درانه بریدونه تر سره کړي، چې په کې د لومړی لوا د دویم کنډک د قومندان په ګډون ګڼ سرتيري وژلي دي.

خو د سیلاب قول اردو چارواکي یوازې د دویم کنډک قومندان ټپي کیدل مني، چې په خبره يې د کابل چهارصد بستر روغتون ته يې انتقال کړی دی.

د نوموړي په خبره دوی په درې کلو کې تصفیوي عملیات سرته رسولي او په یو شمېر نورو سیمو کې هم روان دي.