په بادغیس کې د ماین چاودنې اتو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د بادغیس چارواکي وایي، چې په مقر ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یو ماین چاودنې د ملي اوردو اتو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د دې ولایت امنیه قومندان شرف الدین شرف ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې دغه چاودنه نن سهار له هغې وروسته رامنځه ته شوه؛ چې د افغان ملي اوردو ځواکونو رنجر موټر د سړک غاړې له ښخ شوي ماین سره برابر شو.

نوموړي وویل، چې په چاودنه کې دوه د ملي اوردو سرتیري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.