اروپايي هېوادونو د یونان د اقتصادي ژغورنې په مقصد پر یوه نوې مجموعه موافقه کړې؛ چې له مخې یې له دې هېواد سره نوره مالي مرسته کېږي.
په بروکسل کې د یوروزون د مالیې وزیرانو او د پیسو د نړیوال صندوق استازو له پرونیو خبرو وروسته موافقه وکړه؛ چې د یونان پورونه څلوېښت میلیارد یورو ته راکم کړي؛ چې دا به تر ۲۰۲۰ کاله د دې هېواد د ناخالص ملي تولید په سلو کې ۱۲۴ وي.
په بروکسل کې له دولس ساعته خبرو وروسته د اروپايي ډلې د مالیې د وزیرانو مشر ژان کلود جنکر دا موافقه اعلان کړه:
"په خوښۍ سره اعلانوم چې نن موږ یونان ته د یوې بلې مرستې پر ورکړه؛ سیاسي موافقې ته ورسېدو. لومړی اجازه راکړئ ووایم، چې دا یوازې د پیسو خبره نه ده. دا د یونان د خلکو او په مجموع کې د یوروزون د ټولې حوزې لپاره د ښه ژوند ژمنه ده."
اروپايي مرستندویانو د اقتصادي ژغورنې د پروګرامونو په لړ کې تراوسه یونان ته یونیم سل میلیارده یورو ورکړې او په مقابل کې یې د دې هېواد حکومت د سپما د لانجمن پروګرامونو عملي کول پیل کړي دي.