د ارمنستان د دفاع د وزیر په مشرۍ د دغه هیواد یوه پلاوي له افغانستان څخه خپله دوه ورځنۍ کتنه پیل کړې ده.
د ارمنستان د دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي؛ چې د دفاع وزیر "سیران اوهانیان" او له هغه سره ملګري هیات به يې له خپل افغان سیال او د ایساف ځواکونو له مرستیال قومندان سره د افغانستان د امنیتي حالاتو او دغلته د میشتو ارمني سرتیرو د فعالیت په اړه خبرې ترسره کړي.
ټاکل شوې ده، چې د ارمنستان د دفاع وزیر به له خپلو سرتیرو سره چې په قندز او بلخ ولایتونو کې ځای پر ځای دي هم وویني.