د سوریې د حکومت ضد وسله والو ادعا کړې، چې د دې هېواد په شمال کې يې د بریښنا د تولید یو مهم او ستراتیژیک بند تر خپل واک لاندې راوستی دی.
د سوریې د بشري حقونو د فعالانو ډلې چې مرکز يې په لندن کې دی؛ ویلي، چې حکومت ضد یاغیانو د "تشرین" په نامه دغه بند چې یو شمیر مهمو سیمو ته يې بریښنا تولیدوله، د دوشنبې سهار مهال نیولی دی.
د سوریې د حکومت مخالفانو ویلي، د دې بند په نیولو سره په حلب ښار کې حکومتي ځواکونو ته د اکمالاتو مخې ته ستونزې جوړیږي.
د راپورونو له مخې د سوريي حکومت اوس په حلب ښار کې د خپلو ځواکونو د اکمالولو لپاره یوازې د پایتخت دمشق او حلب تر منځ لویه لاره په واک کې لري.