د محصلینو ترمنځ د شخړې اصلی لامل!؟

په کابل کې خپریدونکو نن تر ډیره د کابل پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو ترمنځ په وروستۍ شخړې او د هغې په لاملونو بحثونه کړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د محصلینو ترمنځ دا شخړه خورا خواشینوونکې بللې او لیکلي، چې اساسي لامل یې د افغان دولت بې غورۍ وه.

ورځپاڼې لیکلي، که افغان دولت له مصلحتونو ځان خلاص کړي او د عاشورا د لمانځلو لپاره یوه اسلامي طریقه وټاکي؛ نو له یوې خوا به د پیښو مخنیوی وشي او له بل لوري به د حضرت حسین (رض) له شهادته د یو عملي درس اخستلو امکانات هم برابر شي.

ورځپاڼې د عاشورا د لمانځلو لپاره اوسنۍ طریقه افراطي بللې او لیکلي، چې له دې مذهبي ورځې نه هم د سیاسي اهدافو لپاره کار اخستل کیږي.

ورځپاڼې یو ځلې بیا دا د دولت مسوولیت بللی، چې د دې کار مخه ونیسي او پرې نږدي، چې د سیاسي اهدافو لپاره له مذهبي مراسمو نه ګټه پورته شي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د عاشورا په ورځ د دې پیښې تر شا د ځینو بهرنیو کړیو لاس ښکیل بللې او لیکلي، چې په هیواد کې د تیرو لسو کلونو بدلونونو هم د داسې پیښو رامنځ ته کیدو ته زمینه برابره کړې.

ورځپاڼې یو انتقاد دا کړی، چې په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې په بې ساري توګه مذهبي ازادي ورکړل شوې؛ چې له کبله یې د بهرنیو لاس وهنې او مذهبي شخړو ته لار هواره کړې.

دی ورځپاڼې هم د عاشورا اوسني مراسم، چې په کې د کابل ښار زیاته برخه په تورو جنډو وپوښلې شي؛ افراطي بللې او لیکلي، چې د دې کار لګښت هم له بهره ورکول کیږي.

خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي، چې دا لګښت د کوم هیواد او یا کړۍ له خوا ورکول کیږي.

سرنوشت په هیواد کې د دا ډول ستونزو د مخنیوي لپاره سپارښتنه کړې؛ چې مذهبي مراسم باید په مذهبي ډول ولمانځل شي.

د ورځپاڼې په وینا افغان دولت باید دې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي او پرې نږدي، چې وړې وړې پیښې په لویو ستونزو بدلې شي.

د کابل پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو ترمنځ له شخړې وروسته د لوړو زده کړو وزارت د راپورته شوې ستونزې د هواري لپاره په کابل کې ټول دولتي پوهنتونه د لسو ورځو لپاره رخصت کړل.

خو چراغ نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې دا رخصتي د دریو میاشتو لپاره غځول شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، چې په افغانستان کې دا لومړی ځل دی، چې د محصلینو ترمنځ د عاشورا د مراسمو د لمانځلو پر شخړه رامنځ ته کیږي.