طالبان د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره له امریکا نه څه غواړي؟

په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د یوه سیمنار ځینې ګډونوال وايي؛ د طالبانو استازي له امریکا سره د سولې د خبرو بیا پیلیدو ته لیواله دي.

د دې سیمنار یو ګډونوال ازادي راډیو ته وویل؛ چې نوموړي د طالبانو له استازیو سره کتلي دي.

خو ولې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د افغانستان، امریکا او پاکستان د دولتونو هڅې لا هم همغږې شوي نه دي؟

د طالبانو یو پخوانی قومندان اکبر اغا چې اوس د سولې له پروسې سره یو ځای شوی دی وايي؛ د پاکستان او د افغانستان د دولت د مخالفت وجه دا ده، چې دوی ځانونه د قطر له پروسې نه څنډې ته بولي.

اکبر اغا زموږ له همکار احمدزبیر ژمن سره په مرکې کې په دې اړه وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو له خوا له امریکا سره د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه له اکبر اغا سره مرکه