"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د هغوی لاملونه موندل په کار دي"

د افغانستان د ښځو چارو وزیره وایي، چې د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په کار ده، چې لومړې د هغې لاملونه وموندلې شي.

میرمن حسن بانو غضنفر نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل؛ چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي په دې وروستیو کې زور اخیستی.

"د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د هغې د عوامل له منځه وړل ضروري دي. تر څو چې عوامل له منځه ولاړ نه شي تاوتریخوالی له منځه نه ځي."

میرمن غضنفر فقر، بې سوادي، له اسلامي ازښتونو نه د ښځو نا خبري او د درو لسیزو د جګړو اثرات د ښځو په وړاندې د زور زیاتي د عواملو په توګه یاد کړل.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون هم په دې هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.