ميدان وردګ: ۶ طالبان وژل شوي او يو قومندان يې نيول شوی

په ميدان وردګو کې شپږ طالبان وژل شوي او يو قومندان يې نيول شوی دی.

چارواکي وايي، بهرنيو او کورنيو سرتيرو د ميدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات کړي دي؛ چې په کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو قومندان يې ژوندی نيولی دی.

دغه عمليات نويد نومیږي چې له تېرې مودې راهسې په ميدان وردګو کې بهرنيو او کورنيو سرتېرو په ګډه پيل کړي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي؛ چې د عملياتو پر مهال د سيد ولي په نامه د طالبانو يو قومندان نيولی شوی او شپږ تنه ملګري يې چې د تېښې هڅه يې کوله وژل شوي دي.

دی وايي، د وژلو شويو طالبانو موټر سايکلونه او وسلې ګډو ځواکونو ور اخيستې دي.

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې هم بهرنيو او کورنيو سرتېرو د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې عمليات کړي وو؛ چې په کې يو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي وو .