تېره اوونۍ د افغانستان حکومت ۱۴ تنه، چې په مختلفو جرمونو د درې ګونو محکمو له لوري په اعدام محکوم شوي ول، په دار وځړول او وايي چې یو شمېر نور به هم، چې درې ګونو محکمو په اعدام محکوم کړي دي، په دار وځړوي.
د بشري حقونو نړیوالو ټولنو د افغانستان د حکومت دا اقدام غندلی او ویلي یې دي، د دې لپاره چې د افغانستان عدلي او قضايي ادارې کمزوري دي او فساد پکې ډېر دی باید اعدامونه ودروي.
یو شمېر افغانانو د اعدامونو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دغو اعدامونو جنایتکارانو ته ښه پیغام درلود.
په اعدام شویو کسانو کې د دولت څو تنه وسله وال مخالفان هم شامل ول چې ویل شوي په تروریستي حملو کې یې برخه لرله. وسله والو طالبانو د حکومت اقدام د نړیوالو بشري قوانینو خلاف بللی او ویلي یې دي چې د خپلو ملګرو د اعدام بدل به واخلي.
په دې خپرونه کې د بشري حقونو د ملاتړ کوونکو ټولنو اندېښنو ته په کتو دا موضوع څېړو چې د افغانستان قضايي پروسې څومره شفافې دي. د خلکو په دې نظر هم بحث کوو چې وايي، حکومت باید پخوا لا مجرمانو ته سختې سزاوې ورکړې وای چې له جنایتکارانو د جنایت کولو جرات اخیستل شوی وای.
Your browser doesn’t support HTML5
تر شنه اسمان لاندې لومړۍ برخه
Your browser doesn’t support HTML5
تر شنه اسمان لاندې- دويمه برخه
زموږ مېلمانه دي:
حاجي محمد عبده چې په ولسي جرګه کې د عدلي – قضايي چارو او له اداري فساد سره د مبارزې او اداري اصلاحاتو د کمیسون منشي دی.
د حقوقي او سیاسي چارو کارپوه عبدالستار سعادت
د افغانستان د بشري حقونو او چاپېریال ساتنې د سازمان رييس عبدالرحمان هوتکي