نایجریا: د بوکوحرام ډلې د جګ پوړو مشرانو پر سر ۱،۸ میلیونه ډالره انعام اېښودل شوی

د نایجریا پوځ د اسلامي بنسټ پالې ډلې "بوکو حرام" د جګ پوړو مشرانو پر سر، شاوخوا "یو اعشاریه اته میلونه" ډالره انعام اېښی دی.

دا ډله په روان کې د سلونو کسانو په وژنې تورنه ده.

د ناجیریا پوځ د جمعې په ورځ د بوکو حرام د ډلې د مشر "ابوبکر شیکاو" او اتلس نورو جګ پوړو مشرانو په سر انعامونه اعلان کړل.

دا انعامونه له شپیتو زرو څخه تر درې لکو امریکایي ډالرو پورې دي.

د اسوشيېټډ پرېس آژانس په حساب، بوکو حرام ډلې یوازې په روان کال کې له ۷۶۰ څخه زیات کسان وژلې دي.

دې ډلې په مسجدونو، کلیساګانو، ښوونځیو او حکومتي ودانیو حملې کړې دي.

بوکو حرام بنسټ پالې ډلې د نایجریا په مرکز "ابوجا" کې د ملګرو ملتونو په دفتر باندې د تېر کال ځان وژونکې حملې په ګډون، یو شمېر حملې کړې دي. د ملګرو ملتونو د دفتر په حملې کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوې وو.

لویدیځ هیوادونه د القاعده شبکې په ګډون، له نړیوالو جهادي ډلو سره د بوکو حرام ډلې د تړاو په اړه زیات اندیښمن دي.