د فلسطیني ادارې د پخواني مشر یاسرعرفات قبر به د سه شنبې په ورځ د معاینې لپاره پرانستل شي او بهرني کارپوهان به ورڅخه د هغه د مړینې په اړه تحقیقاتو کې نمونې واخلي.
فلسطینی چارواکي "توفیق طیراوي" وایي، د عرفات قبر به د نومبر په ۲۷ مه پرانستل شي او د سویس، فرانسې او روسیې کارپوهان به ورڅخه د څو ساعتونو لپاره نمونې واخلې.
طراوي چې د یاسر عرفات د مړینې په اړه د تحقیقاتو د کمیټې مشر دی؛ وایي، د عرفات مړی به په هماغه ورځ بېرته ښخ شي.
د فلسطیني ادارې پخوانی مشر یاسر عرفات د ۲۰۰۴ کال نومبر میاشت کې له یوې ناڅاې ناروغۍ وروسته مړ شوی و.
فلسطیني چارواکي ټینګار کوي، چې عرفات د اسراییلو له خوا مسموم شوی و، خو اسراییلو دا تورونه رد کړي دي.
د روان کال په سر کې د عرفات په جامو کې د وژونکو راډیو اکټیف شعاعو اثرات او بیالوژیکي داغونه موندل شوې وو؛ چې د نویو تحقیقاتو اړتیا یې رامنځ ته کړه.