د افغانستان ملي ایتلاف اندیښنه ښېې چې راتلونکي انتخابات به له درغلیو ډک او په خپل وخت ترسره نه شي.
د دې ایتلاف مشر عبدالله عبدالله نن د عاشورا په مراسمو کې وویل؛ چې افغان حکومت تراوسه د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.
"موږ وینو چې اوسنی نظام، اوسنۍ اداره، هیڅ عمل چې خلک مطمین کړي، په دې برخه کې نه دی ترسره کړی چې وښيي موږ د یوه شفاف او عادلانه انتخاباتو په لور."
خو د انتخاباتو خپلواک کمیسون چارواکي وایي، چې د راتلونکو انتخاباتو او په دې برخه کې د درغلیو د مخنیوي لپاره بیلابیل اقدامات په پام کې نیولي دي.
د دوی په وینا چې د دغو پروګرامونو ځینې برخې یې پیل شوې هم دي.