نن په افغانستان کې د اسلام د پیغمر د لمسي امام حسین د شهادت تلین دی.
د دې ورځې لپاره په افغانستان کې امنیتي هڅې زیاتې شوې دي، څو د کابل ښار د تیرکال دې ورځې خونړۍ پیښه تکرار نه شي، چې په کې تر اتیا ډیر کسان ووژل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، افغان عسکرو، پولیسو او د املي امنیت کارکوونکو د هیواد په څلوردیرش ولایتونو کې د امنیت تامنیدو لپاره ځانګړې هڅې پیل کړې دي، ده د امنیت په برخه کې له خلکو هم د مرستې غوښتنه وکړه:
د کورنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو د هڅو په لړ کې پرون د کابل په سروبي ولسوالۍ کې دوه تنه له څلورو واسکټونو سره چې چاودیدونکي مواد په کې وو؛ ونیول شول. د صدیقي په وینا دغو کسانو غوښتل، چې د عاشورا په ورځ په کابل کې چاودنې وکړي.