د اوکراين د پخوانۍ صدراعظمې يوليا تيموشينکو محاکمه بيا هم وځنډول شوه.
تيموشينکو د خپل واک په موده کې له قدرت څخه د ناوړه استفادې په خاطر په اووه کاله بند محکومه شوې؛ خو اوس د ماليې د نه ورکولو په خاطر محاکمه کېږي.
ويل کېږي، چې د تيموشينکو محاکمه د هغې د ناوړه روغتيايي حالت له کبله د ډسمبر تر اتلسمې پوري ځنډول شوې ده.
خو يو پنځوس کلنه تيموشينکو وايي، چې هيڅ غيرقانوني کار يې نه دی کړی.
د تيموشينکو کورنۍ وايي، چې د هغې روغتيايي وضعيت له اتلس ورځني غذايي اعتصابه وروسته خراب شوی دی.
مخکې ځينو لوېديخو هيوادونو ويلي وو، چې په تيموشينکو باندې په سياسي انګېزه تورونه لګول شوي دي.