د مصر ولسمشر محمد مُرسي خپلو پلويانو ته وويل؛ يوه ورځ وروسته له دې چې ده واک ترلاسه کړ؛ مصر د ازادۍ او ډيموکراسۍ لور ته حرکت پيل کړي دي.
مرسي دا خبره پرون په قاهره کې حپلو زرګونو پلويانو ته په وينا کې وکړه.
ده همداراز وويل، چې د سياسي، ټولنيز او اقتصادي ثبات لپاره کار کوي.
مرسي وويل، چې په مصر کې د حقيقي او پياوړي اپوزيسيون مخالف نه دي.
"تاسو ټولو ته، چې دلته ياست او هغوی ته چې په نورو ځايونو کې دي، که ملاتړ کوونکي دي يا مخالفان - غواړم ووايم؛ چې دا ما نه پرېشانه کوي، چې په هيواد کې مخالفان لرم، هيله لرم چې پياوړي او حقيقي مخالفان ولرم."
مرسي د پنجشنبې په ورځ يو فرمادر صادر کړ، چې پر اساس يې د مصر قضايي نظام د ده پرېکړې چلينج کولي نه شي.
خو د ده دا اقدام انتقادونه وپارول او ځينو په مطالق العنانۍ تورن کړ.
"ما د هيچا پرضد پرېکړه نه ده کړې، د چا پرخلاف اقدام کول داسې کار دی، چې زه هيڅ ورسره موافق نه يم، يا دا اعلانول چې زه د يو چا په ګټه د بل ملاتړ کوم."