تورخم: پنځه تنه امنتي ساتونکي په یوه ځان وژونکي برید کې ټپیان شول

په تورخم کې یوه ځان وژونکي پینځه تنه امنیتي ساتونکي ټپیان کړي دي.

د ننګرهار امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته ویلي، چې تېر ماښام لس باندې شپږ بجې د بهرنیانو د یو بېس دروازې ته څېرمه د سراچه موټر په وسیله یوه چاودنه وشوه.

نوموړي وویل، چې دغه سراچه موټر له چاودیدونکو توکو ډک و او ځان وژونکي غوښتل، چې بېس ته ننوځي خو خپل مقصد ته درسیدو وړاندې په دروازه کې چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يي پینځه تنه افغان ساتونکي، چې د بېس په دروازه کې موظف شوي وو، ټپیان شوي دي.

په ختیځ کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي مسول حسیب الله هم دغه پېښه تایید کړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.