د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دوه تنه يې نيولي چې غوښتل يې د عاشورا په مراسمو کې ځان وژونکي بريدونه وکړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل؛ دغه دوه کسان يې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له واسکټونو سره نيولي دي:
”يوه خطرناکه تروريستي ډله، چې د ځان وژونکو بريدونو د واسکټونو په جوړولو او د انتحاريانو له خوا په کابل او نورو ولايتونو کې د مشخصو اهدافو په نښه کولو کې لاس درلود، پرون ونيول شوه.
صديقي وايي، له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات روان دي.