د ميدان وردک ولايت چارواکي وايي، په يوه ځان وژونکي بريد کې درې کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي.
د دې ولايت د روغتيا رئيس غلام فاروق مخلص ازادۍ راډيو ته وويل په پېښه کې تر ٩٠ زيات کسان ټپيان شوي دي:
وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت منلى دى. د دې ډلې وياند ذبيح اله مجاهد وويل دغه بريد، په کابل کې د چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت له خوا د څلورو طالب بنديانو د اعدامولو په غچ کې شوى دى.
چارواکو ويلي د نن سهار دغه بريد د افغان ځواکونو د هماهنګۍ مرکز ته نژدې شوى دى.