د پرمختګ په حال کې اتو اسلامي هېوادونو مشرانو پرون موافقه وکړه؛ چې په خپلو کې اقتصادي اړیکي او همکارۍ به پراخوي.
په اسلام آباد کې د ډي اته D8 په نوم د دې ټولنې په پرونۍ غونډه کې د پاکستان، ایران، انډونیزیا او نایجریا ولسمشرانو او د ترکیې صدراعظم او د مصر، مالیزیا او بنګلدېش چارواکو ګډون کړی و.
D8 ټولنه چې د غړو هېوادونو د وګړو شمېر یې شاوخوا یو میلیارد ته رسېږي د اسلامي نړۍ د ودې په حال کې هېوادونو د اقتصادي اړیکو د نژدې کولو په مقصد په ۱۹۹۷ کال کې جوړه شوه.
دا سرمشریزه چې په اسلام آباد کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې جوړه شوې وه؛ د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري پرانیستله:
"د پاکستان خلک د ډیموکراسۍ، سولې او سوکالۍ په لټه، د ډي اته د غړو هېوادو له وروڼو او خویندو سره په څنګ کې ولاړ دي. یوازې د یوبل ترڅنګ خپلو ګډو اهدافو ته رسېدلای شو او باید هم د یوبل په څنګ کې واوسو."
د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې راغلي، د ډي اته غړو هېوادونو ژمنه وکړه؛ چې د نړیوال کېدو یا ګلوبلایزېشن له اغیزو سره د مقابلې لپاره به د ګډون او ډیالوګ له لارې پر خپلو پرمختیايي اهدافو تمرکز زیاتوي.
د ټولنې مشري د راتلونکو دوو کالو لپاره د نایجریا له ولسمشر څخه د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري واخیسته.