په غزه کې تر اتو ورځو جګړو وروسته پرون نسبتاً کراري وه

په غزه کې له اتو ورځو خونړیو حملو وروسته ژوند پرون بیا نسبتاً عادي بڼه غوره کړه. وروسته له دې چې اسراییلو او حماس د مصر په منځګړتوب د چهار شنبې په ورځ پر اوربند موافقه وکړه؛ د غزې اوسېدونکو دوه شپې په امن کې تېرې کړې.

په همدې حال کې اسراییلو ویلي دي، چې د خپلو ټولو اتباعو دفاع ته چمتووالی لري. د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل؛ چې که فلسطیینان سرغړونه وکړي، نو دوی به د غچ لپاره سمدستي اقدام وکړي.

له بلې خوا د فلسطینیانو صدراعظم اسماعیل هُنیه ویلي؛ چې په دې جګړه کې دوی بریالي شوي. د حماس او اسراییلو په اته ورځنۍ جګړه کې د لسګونو ماشومانو په ګډون څه باندې یوسل او شپېته فلسطینیان ووژل شول.

په اسراییلو کې د تلفاتو شمېر وروسته له هغه شپږو کسانو ته ورسېد چې د حماس ډلې په یوه مخکینۍ راکټي حمله کې یوه ټپي اسراییلي سرتېري پرون په روغتون کې سا ورکړه.