د اروپایي ټولنې مشران نن بروکسل ته ځي

د اروپایي ټولنې مشران نن بروکسل ته ځي، څو د اوویشت غړیو هیوادو پر راتلونکې بودیجې خبرې وکړي.

بریتانیا او نور مهم برخه وال غواړي چې له ملي بودیجې ډیر څه راکم کړي. د اروپایي ټولنې هغه غړي چې اقتصاد یې پیاوړی نه دی، لکه پولنډ او پخواني کمونست هیوادونه غواړي چې د دوه زره څوارلسم او دوه زره شلم کلونو تر منځ بودیجه په اوسني حال پاتې شي یا هم لوړه شي.

فرانسه بیا د کرهڼې په برخه کې د سبسایډي له کمیدو سره مخالفت کوي او د اروپایي ټولنې د ختیځې اروپا غړي هیوادونه بیا د بنیادي تاسیساتو د پرمختیا لپاره د بودیجې له کمیدو سره مخالفت کوي.

دا په مسودې کې د بودیجې درویشت فیصده جوړوي او کرهڼه د بودیجې اووه دیرش اعشاریه پنځه فیصده تشکیلوي.

د بودیجې مسوده د اروپایي ټولنې مشر هیرمان وان رومپي وړاندې کړې ده، په دې مسودې کې د اروپایي کمسیون د اساسي پلان بودیجه کمه شوې ده.

په بروکسل کې به د بودیجې پر سر خبرې تر جمعې دوام وکړي.