ترکې له ناټو وغوښتل چې په ترکېي کې د پیټریات هوایي مدافع توغندي نصب کړي.
ناټو د چهارشنبې په ورځ وویل، انقره غواړي چې د سورې د هر برید په مخنیوي کې ورسره ناټو مرسته وکړي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وویل، چې د ترکیې حکومت ناټو ته په یوه لیک کې دغه وړاندیز کړی دی:
«په دې لیک کې د ترکیې حکومت ټینګار کړی چې د توغندیو دا ځای پرځای کیدل به یوازې د دفاع لپاره وي او په هیڅ ډول به، د تیري کوونکو عملیاتو لپاره نه وي او نه به هم پر فضایي قلمرو د الوتنې د مخنیوي کار ترې اخیستل کیږي.
ناټو به د ترکیې دا غوښتنه پرته له څه ځنډه وڅیړي. که موافقه وشوه، نو دا توغندي به د ناټو له هوایي دفاعي پلان سره سم نصب شي»
د ناټو په غړیو هیوادو کې امریکا، جرمني او هالنډ پیټریات توغندي لري. ټاکل شوې ده چې د ناټو یوه ډله به راتلونکې اونۍ ترکیې ته ولاړه شي او د دې توغندیو د ځای پرځای کیدو په برخه کې به له ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.