د بهسودو پُل د نه جوړیدو په غبرګون کې د ننګرهار ولایتي شورا یوه وکیل حاجي عبدالبصیر د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پیل کړی.
ښاغلی عبدالبصير وايي،پر دغه پله د موټرو تګ راتګ ډير دی او پُل وړوکی دی،چې هره ورځ پرې د ساعتونو ساعتونو لپاره موټرې په قطار ولاړې وي،چې د ده په خبره خلکو ته یې ډیرې ستونزې جوړې کړیدي.
د نوموړي په خبره، چارواکي له تیرو دوو کلونو راهیسې دوی ته د دې پله د جوړیدو ژمنې کوي،خو په عمل کې يي هیڅ اقدام نه دی کړی.