پاکستان: یوې محکمې د ریمشا له خوا اسلام ته د سپکاوي دوسیه ختمه کړه

د پاکستان یوې محکمې د یوې عیسوۍ نجلۍ له خوا اسلام ته د سپکاوي دوسیه ختمه کړه.

دغې مسالې په نړۍ کې د خلکو مخالفتونه او انتقادونه راپارولي دي.
"ریمشا مسیح" د روان کال آګست میاشت کې په اسلام آباد کې نیول شوې وه او تورنه وه، چې د قرآن کریم پاڼې یې سوځولې دي.

د پاکستان دولتې تلویزیون نن وویل، د اسلام آباد سترې محکمې د ریمشا پر ضد تورونه لیري کړل.

دغه ۱۴ کلنه نجلۍ، مخکې د ابتدایي محکمې په حکم د ضمانت په بدل کې خوشې شوې وه.

پولیسو یو سيمه یېز امام تورن کړی، چې ریمشا ته یې دسیسه جوړه کړې وه او د قران کریم پاڼې یې د هغې په کڅوړې کې اچولې وې.