د ملګرو ملتونو یوه لوړ رتبه چارواکي پرون له مرستندویه هېوادونو وغوښتل، چې په پاکستان کې له موسمي سیلابونو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره د ۷۹ میلیونو ډالرو بیړنۍ مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د ادارې مرستیالې کاترین براګ وویل دوي د بودیجي له کموالي سره مخامخ دي او ددې لپاره چې بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي په عاجلو توګه پیسو ته اړتیا لري.
تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو له دې ادارې سره د ۵۲ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه شوې ده.
د پاکستان حکومت وايي سږ کال د موسمي سیلابونو په نتیجه کې تر اوسه پورې ۴۸۰ کسان مړه شوي او شاوخوا پینځه میلیونه نور يې متاثره کړي دي.