د هند په بیهار ایالت کې د هندوانو د مذهبي مراسمو پر مهال ۱۴ کسان مړه شوي

د هند په ختیځ بیهار ایالت کې تیره شپه د هندوانو د مذهبي مراسمو پر مهال د زیاتې ګڼې ګوڼې او ټیل ما ټیل په نتیجه کې د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي دي.

پولیسو ویلي په پټنا ښار کې د ګنګا سیند پر غاړه دا پیښه هغه مهال وشوه کله چې سلګونو هندي زیارت کونکو خپل مذهبي مراسم ترسره کول.

د راپورونو له مخې د عبادت په سیمه کې د بریښنا له قطع کیدو وروسته د خلکو تر منځ ټیل ماټیل پیل شو او هر چا د ځان ایستلو هڅه کوله چې له امله يې زیارت کونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پولیسو په وینا شل تنه نور په دې پیښه کې ټپیان شوي چې ۶ يې په نازک روغتیايي وضیعت کې دي.
له دې وړاندې هم څو ځله د هند په مختلفو سیمو کې د هندوانو د مذهبي مراسمو پر مهال چې زرګونه کسان په کې برخه اخلي ، دغه شان مرګونې پیښې شوي دي.