د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي، په یو شمېر ولایتونو کې د کانفرانسونو له لارې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د لارو چارو د موندلو په هدف د مدني ټولنو او خلکو نظرونه او پیشنهادونه راټولوي.
په یاد کمیسیون کې د ښځو د پراختیايي چارو مسولې پروین رحیمي تیره ورځ په پنجشیر ولایت کې په همدې اړه د جوړ شوي کانفرانس په لړ کې وویل، چې د فوکس ګروپ په نامه د دې کانفرانسونو هدف د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي د عواملو په نښه کول دي:
(د فوکس ګروپ دا کانفرانس په پنجشیر ولایت کې د جنسي تیریو او د ناموس په نامه د وژنو د عواملو د څیړلو په هدف جوړ شو.
د پنجشیر خلک د دغه شان قضیو په وړاندې حساس او بیداره دي. دوي په دې اړه چې ولې دا ډول پیښې په پنجشیر کې کمې کیږي ،خپل نظرونه څرګند کړل.)
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په دې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې د جنسي تیریو، د ناموس په نامه وژنو او د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې شل په سلو کې زیاتې شوي دی.