ایساف په کندهار کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګي بریدونو یو تنظیمونکی نیولی

ایساف په کندهار کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګي بریدونو یو تنظیمونکی نیولی دی.

یادو ځواکونو نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شوی کس په سیمه کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه پلانول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې بهرنیو او افغان ځواکونو دغه راز د وسله والو طالبانو دوه قومندانان نن په هلمند او لوګر ولایتونو کې نیولي .

طالبانو ددې موضوع په هکله تر اوسه څه ندي ویلي.