د کورنیو چارو وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د نهو طالبانو د وژلو او شلو نورو د نیولو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عملیات تیره ورځ د ملي پولیسو، ملي پوځ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو له خوا په کابل، کونړ، کندهار، هلمند، دایکندي، فاریاب، ارزګان او فراه ولایتونو کې شوي.
د خبرپاڼۍ له مخې په عملیاتو کې ۱۴۹۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي، ۱۲ کړۍ ماینونه، څلور عرادې موټر سایکلونه ، یو موټر او یوه اندازه وسلۍ او مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
طالبانو ددې عملیاتو په اړه کومه تبصره نده کړې.