چارواکو په هرات کې درې کسان نیولي، چې د یوه برید پلان يي درلود

چارواکو په هرات کې درې کسان نیولي، چې په دې ولایت کې یې د حکومت دارۍ د انسجام په نامه پر یوه کنفرانس د برید نیت درلود.

د هرات د امنیه قومندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالحمید حمیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې کنفرانس کې د هرات والي، د سیمه ییزو ارګانونو رییس، د اداري اصلاحاتو د کمیسیون ریس او یو شمېر نورو چارواکو په کې ګډون کړی وو.

د نوموړي په وینا له دې درو کسانو څخه دوو یې د ښځو جامې اغوستي وې.

د ښآغلي حمیدي په وینا له دوي څخه مسمومونکي مواد، برچې او بوکس پنجې هم تر لاسه شوي، چې احتمالا غوښتل به یې د دې کنفرانس ساتونکي لومړی مسموم او بیا وروسته د هغوې په وسلو د کنفرانس پر ګډونکونکو برید وکړي.