د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې يوې چاودنې درې ماشومان ټپیان کړي، د خوګيانو ولسوال سيدرحمن وايي، چې چاودنه پرون ماښام مهال د دې ولسوالۍ ميملي سيمه کې شوې، چې له امله يي سیمه کې په لوبو بوخت درې ماشومان ټپيان شوي، چې اوس د ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د يو بل خبر له مخې وسله وال طالبان دعوه کوي، چې دوي د خوګياڼو په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کاروان برید کړی او درنه مرګ ژوبله يي ورته اړولې ده، خو د خوګياڼو ولسوال سيدرحمن وايې شيرزادو ولسوالۍ ته د ملي اردو تلونکي کاروان د يکشنبې ماښام او نن سهار د بيرته راستنديدو پر وخت د وسلوالو له بريدونوسره مخ شوی خو هیڅ ډول مرګ ژوبله نه لري.
په همدې حال کې د ننګرهار د امنيي قومنداني مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقيوال د شويو بريدونو پخلی کوي او وايې، چې پوليسو سيمه کې دوه تنه شکمن کسان هم نيولي .
بل خوا د لغمان په مرکز مهترلام کې نن سهار نهه بجې د ماين يوې چاودنې له امله يوه ماشومه انجلې ټپي شوې.
د دې ولايت د والي وياند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي، چې پيښه د ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله د مهترلام ښوونځي ته څيرمه رامنځته شوې، چې له امله يې یوه نجلۍ ټپي شوې.
د ځواک په خبره امنيتي ځواکونو د دې پېښې په تور دوه تنه شکمن کسان نيولي دي.