د هرات د کرخ ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکو نن مظاهره وکړه

د هرات د کرخ ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکو د هرات ولایت د ودانۍ مخې ته نن مظاهره وکړه او د کرخ د ولسوال د لري کیدو غوښتنه یې و کړه.

مظاهره کوونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي به تر هغو خپل اعتراض ته دوام ورکړي، چې د کرخ ولسوال فرهان مبارز له دندې نه وي ګوښه شوی.

دا کسان پر ولسوال تور پورې کوي چې په سیمه کې د غلو ملاتړ کوي.

د کرخ ولسوالۍ چارواکو پدې اړه تر اوسه څه ندي ویلي.

په یوبل خبرکې امنیتي مسوولان وایي، چې د هرات په اسلام قلعه بازار کې نن سهار یوې چاودنې یو ملکي کس ټپي کړی دی.