د اسراییل پوځ نن په یوه بیان کې وویل، چې جنګي الوتکو یې تیره شپه په غزه کې د حماس وسله والو پر ضد د عملیاتو په شپږمه ورځ شاوخوا اتیا حملې ترسره کړي دي.
د اسراییل پوځ وویل، په دغو بریدونو کې هغه ودانۍ په نښه شوي چې ګومان کیږي د حماس لوړ پوړي چارواکي په کې اوسي.
د راپورونو له مخې د حماس وسله والو د اسراییل پر لوري څو توغندي ویشتي چې د مرګ ژوبلې په اړه یې راپور نه دی ورکړل شوی.
په عین حال کې په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکې مون به نن د ورځې په وروستیو کې مصر ته لاړ شي، چې په غزه کې د حماس د مشرانو او اسراییلي چارواکو ترمنځ د اوربند په هڅو کې د هغه له منځګړیتوبه ملاتړ وکړي.
بان به دغه راز اسراییل ته هم لاړ شي.
پر اسراییل د حماس له لوري د څو ورځو توغندیي بریدونو په ځواب کې اسراییل د نومبر په ۱۴ په غزه کې د حماس پر مشکوکو ځایونو بریدونو وکړل.
تر اوسه پورې شاوخوا اویا فلسطیینیان او درې اسراییلیان وژل شوي دي.