په پنجشیر کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو د څیړلو یو ورځنی کنفرانس جوړیږي

په پنجشیر کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر مسئولان وایې چې، نن په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو د څیړلو یو ورځنی کنفرانس جوړیږي.

د بشري حقونو په ساحوي دفتر کې د ښځو د حقونو د انکشاف مسئولې قاضي پروین رحیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل چې، د دې کنفرانس د جوړیدو علت پدې ولایت کې د ناموسي قتلونو او جنسي تجاوزونو د عواملو څیړل دي.