د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون وويل چې دى به مصر او اسرائيل ته سفر وکړي.
د سفر هدف يې په غزه کې د اسرائيل او حماس وسلوالو ترمنځ د يوه لنډمهالي اوربند د ټينګولو له هڅو ملاتړ ښوول شوى دى.
مون به نن مصر ته ورسېږي، چې له ولسمشر محمد مُرسي سره وګوري.
مصر يوازېنى اسلامي هېواد دى چې له اسرائيل سره ډيپلوماتيکې اړيکې لري او مرسي په غزه کې د حماس ډلې د مشرانو او اسرائيلي چارواکو ترمنځ د اوربند لپاره د منځګړيتوب هڅه کوي.
دا لا څرګنده نه ده چې بنکي مون به کله اسرائيل ته لاړ شي.
د غزې يوه اوسېدونکي فلاح ابراهيم وويل دى هيله من دى چې ښاغلى مون د وضعيت په پرمختګ کې څه اقدام وکړي:
”موږ يې هرکلى کوو، خو موږ هيله لرو چې د بانکي مون دا سفر به مثبت وي“
خو په غزي کې ګڼ نور خلک په دې باور دي چې د مون دا سفر به پر روان وضعيت کوم اغېز ونه لري.