فلسطیني روغتیايي کارکوونکي وايي، لس ملکي کسان د یکشنبې په ورځ په غزه کې پر یوه کور د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي.
په عین حال کې د اسراییلو پوځ ویلي د دوی د راکټونو دفاعي سیستم هغه دوه توغندي شنډ کړي چې د یکشنبې په ورځ پر تلبیب ور ویشتل شوي وو .
په عین حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې په ورځ ویلي، چې دوی له غزې څخه د راکټونو د توغولو پر ضد له ځان څخه د دفاع لپاره د اسرایلو د حق بشپړ ملاتړ کوي .
خو بارک اوباما وویل، د غزې د کړکیچ د هواري لپاره دا غوره ده چې د اسراییلو د پوځي فعالیتونو د زیاتیدو پرته هوار شي.
د تایلینډ په مرکز بنکاک کې د خبرو پر مهال بارک اوباما په غزه کې د زیاتیدونکي تاوتریخوالې پړه پر فلسطیني وسلوالو واچوله چې د ده په وینا په اسراییلو کې پر ګڼ میشتو سیمو توغندي اوروي .
تر دې مخکې د اسراییلو صدراعظم بینیامین نتنیاهو ویلي وو، اسرایل چمتو دى چې د حماس تر ولکې لاندې غزه کې د وسلوالو پر ضد په خپلو پوځي عملیاتو کې د پام وړ پراختیا راولي .
د یکشنبې په ورځ اسرایلو د پنځمې ورځې لپاره پر غزه د اوبو او هوا له لارې ګوزارونو ته دوام ورکړ .