د ملګرو ملتونو هیلوکوپټرو د کانګو جمهوریت په ختیځ کې پر یاغیانو د توپونو او توغندیو ډزې کړي، خو نه دي توانیدلي چې سیمه يیز مرکز ګوما ته د یاغیانو د پرمختګ مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو ویاند کیرن ډویر تایید کړه، چې یاغیان د یکشنبې په ورځ د ګوما ښار په ختیځو څنډو کې نړیوال هوايي ډګر ته نژدې شوي دي .
ویل کیږي چې له څلور سوه زره نفوس لرونکي دې ښار څخه په لسګونو زره کسان له خپلو کورونو تښتیدلي دي .
په کانګو کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ لرونکي حکومت او یاغیانو ترمنځ جګړه د تیرې پنجشنبې په ورځ ونښته او د شنبې او یکشنبې په ورځو یې شدت وموند .
د کانګو چارواکي دعوه کوي چې روانډايي ځواکونه د یاغیانو ملاتړ کوي خو روانډا دا تورونه رد کړي دي .
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د روانډا له ولسمشر پاول کاګم نه غوښتي چې په یاغیانو کې د دې خپل نفوذ څخه کار واخلي او هغوی دې پر ښار له برید څخه راوګرځوي .