لعل: د جګړې ښکېلې غاړې د ملکيانو خونديتوب ته پام نه کوي

ښاغلى لعل

د افغانستان په وروستیو امنیتي پیښو او په ځانګړي توګه بمي چاودنو کې د ملکي وګړو زیاتې مرګ ژوبلې ژورې اندیښنې راپورته کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل وايي په جګړه کې ښکیلې خواوې د ملکي وګړو سر او مال ته پاملرنه نه کوي .

نوموړی شک څرګندوي چې شاید د سیمې استخبارات د افغانستان د وضیعت د لا پسې خرابولو په هدف په دغه شان پیښو کې دخیل وي.

رضوان مراد په همدې اړه له ښاغلي لعل سره خبرې کړي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

له لعل ګل لعل سره مرکه