کونړ: ۳ تنه برمته شوي افغان سرتیري د وسله والو له خوا ووژل شول

په ختیځ کې د ملي اردو مسوولین وايي، چې د دوی درې برمته شوي سرتېري تیره شپه د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند محمدنعمان هاتفي آزادۍ راډیو ته وویل؛ د ملي اردو دا درې سرتیري د پنجشنبې په ورځ د کونړ د ناړۍ او غازي آباد ولسوالۍ تر منځ په لویه لار کې د وسله والو مخالفینو له خوا له ملکي موټرو کوز شوي او له برمته کولو وروسته یې د شنبې په شپه وژلي دي.

ویل کیږي، دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونه د ملکیانو له موټرو څخه د کارونې په مهال له داسې خطرونو سره مخ کیږي؛ بلکې له دې وړاندې هم له ملکي موټرو څخه د استفادې په صورت کې امنیتي ځواکونه له ورته پیښو سره مخ شوي دي.