ایساف ځواکونو په هلمند ولایت کې ۷ تنه وسله وال نیولي دي

ایساف د افغانستان په جنوب کې د ۷ تنو وسله والو د نیولو خبر ورکړ.

دغو ځواکونو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې دغه کسان په هلمند او کندهار ولایتونو کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې دي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې، نیول شوي کسان افغان او بهرنیو ځواکونو ته د سړک غاړې ماینونه پلانول.