په نورستان ولایت کې درېیو پولیسو چې د یوه بانک د ساتونکو په توګه ګمارل شوي وو، له هم هغه بانک څخه څه د پاسه دوه لکه ډالر غلا کړي دي.
د نورستان والي وايي، د دغو درېیو پولیسو له ډلې څخه چې په نورستان کې يې د جمعې په ورځ د افغانستان بانک څخه دا پیسې غلا کړي؛ دوه تنه يې نیول شوي او د دریم د نیولو لپاره عملیات دوام لري.
د نورستان د والي په وینا له نیول شوو دوو پولیسو څخه يې غلا شوي نهه نیم میلونه افغانۍ هم بېرته ترلاسه کړې دي.
د افغان پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو په لیکو کې د فساد موجودیت او د نظم نشتوالی هغې اندیښنې نورې هم پیاوړې کوي؛ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د توانمندۍ او ظرفیتونو په اړه پورته کیږي.