د ګورجستان د بهرنیو چارو نوي وزیرې دا رد کړي؛ چې ګواکې دا هیواد ښايي بیا د ټول ګټو خپلواکو هیوادونو یا (کامن ویلت) په ټولنه کې بیا شامل شي.
"مایا پنجیکیډز" وايي، ناټو او اروپايي ټولنه هغه یوازیني دوه سازمانونه دي؛ چې هیواد يې غواړي په کې غړیتوب ترلاسه کړي.
نوموړې د ګورجستان له یوه تلویزون سره په څرګندونو کې پرون وویل؛ هیواد ته يې د ټول ګټو هیوادونو په ټولنه یا (کامن ویلت) کې د بیا شمولیت بلنه نه ده ورکړ شوې او د هغې په وینا دا ډول پیشنهاد به بې معنا وي.
تیره اونۍ یوه روسي مقام ویلي وو، چې د ټول ګټو هیوادونو په ټولنه کې د ګورجستان د بیا شمولیت په مخکې کې کومه ستونزه نشته.
په کامن ویلت کې چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته په سیمه ییزه سطحه تاسیس شو، نهه هیوادونه غړي دي.
ګورجستان له روسيې سره د ۲۰۰۹ کال له یوې لنډې جګړې وروسته د دغو هیوادونو له ټولنې څخه ووت.