په ترکیه کې د کردانو د کارګرانو یا (پي. کې. کې) ګوند زنداني مشر په خپلو سلګونو زنداني پلویانو غږ کړی؛ چې خپل د نه خوړولو اعتصاب پای ته ورسوي.
د ترکې په زندانونو کې بندو د "پي. کې. کې" سلګونو غړو له څو اونیو راهیسې په دې هیواد کې د کردي ژبې لپاره د زیاتو حقونو او له منزوي حالت څخه د خپل زنداني مشر عبدالله اوجلان د راویستلو په خاطر د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی.
د عبدالله اوجلان ورور پرون په یوې اعلامیه کې وویل؛ چې هغه د ترکيې په "امرالي" نومې جزیره کې له خپل زنداني وررو سره کتنه کړې او د ده په وینا عبدالله اوجلان له خپلو پلویانو غواړي؛ چې اعتصاب پای ته ووسوي.
ترکیه پر عبدالله اوجلان چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې زنداني دی؛ تور لګوي، چې هغه د دواړو خواو تر منځ جګړو کې د ۴۰ زرو کسانو د وژل کیدو مسوول دی.
د ترکیې سربیره متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د کردانو د کارګرانو ګوند د تروریستي ډلو په لست کې شامل کړی دی.