په هرات ولایت کې یوه خاوند د خپلې مېرمنې سر غوڅ کړ

د هرات په اوبه ولسوالې کې یو خاوند د خپلې میرمنې سر غوڅ کړ.

د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې د پنځه ویشت کلنې بي بي جان سر یې میړه د کورنیو تاوتریخوالیو له امله غوڅ کړ.

په دې وروستیو کې دا دوهمه میرمن ده، چې په دې ولایت کې یې سر د خاوند له خوا غوڅیږي.

د هرات د څارنوالی مسوولین او د بشر د حقونو ریاست وایي؛ چې د روان کال له پیله شل میرمنې په دې ولایت کې د کورنیو تاوتریخوالیو له امله وژل شوي دي.